سید طیب جواد

په فدراتیفه روسیه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر

د جلالتمآب سفیر پیغام!

درنو هېوادوالو؛
اجازه راکړئ څو ستاسو درنو ملګرو ته د خپل درناوي او ادب مراتب وړاندې کړم. خوشحاله یم چې د افغانستان د دولت او خلکو له خوا په روسیه کې د افغانستان د سفیر په توګه د خپل هېواد د استازولئ ویاړ لرم.
دافغانستان د اسلامي جمهوریت په سفارت کې به زه او زما همکاران پدې هڅه کې وو چې له هېواده د غوره استازولئ اصل ته په پام د افغانستان او روسیې ترمنځ د شته اړیکو له ساتلو سربېره د هغو د دوامداره پرمختګ لپاره غوره رول ولوبوو.
څه ډول چې خبر یاست د افغانستان او روسیې اړیکې ۱۸۳۷ زېږدیز کال ته ګرځي او ددغو دواړو پخوانیو دوستو هېوادونو اړیکې د سیاسي پرمختګ، اقتصادي ګټو، سولې ټینګښت او د ټیکاو د پیاوړتیا په برخو کې د دواړو هېوادونو په ګډو ګټو ولاړې دي. په وروستیو کلونو کې د روسیې هېواد د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ او بیارغونې په برخو کې لازمه ونډه لرلې.
دوست هېواد روسیې پدې وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان په اقتصادي رغاونې، ثبات ټینګښت، ځوانانو روزنې او زموږ د ملي امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو په برخو کې په مستقیمه توګه له افغانستان سره مرسته کړې. کوم چې له افغانستانه ددغه هېواد د راتلونکي ملاتړ لپاره د ژمنې غوره بېلګه ګڼل کېدای شي. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او روسیې هېواد هڅې او همکارئ د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ، په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو، له نشه یی توکو او نړیوالې ترهګرئ سره د ګډې مبارزې په برخو کې وې.
په ټولو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د روسیې ونډې او د دواړو هېوادونو د همکارئ ارزښت ته په پام زه بشپړ ډاډ لرم چې ددغه هېواد د ملاتړ او مرستې له امله به افغانستان دوامدارې سولې ته لاسرسی ومومي. چې دا به د ټولو په ګټه وي.په سفارت کې زه او زما همکاران مکلفیت لرو څو دغه مخ پر ودې همکاري لا پیاوړې کړو. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پرحق دریځ څرګند او ګډې ګټې مو د امنیت، سولې خبرو او د افغانستان د اقتصادي ودې په برخو کې لا زیاتې کړو.

درنو دوستانو!
په روسیه کې د سفیر په توګه زما د کار له پیل څخه تر اوسه مې اقتصادي دیپلماسي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرئ د زیاتوالي ، د سوداګریزو بنسټونو او بهرنیو سوداګرو سره د افغان سوداګرو د اړیکو اسانه کولو او ټینګښت له لارې د کار په لومړیتوب کې نیولې ده.
زما هڅه داده څو د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري او پانګونه پام وړ وده وکړي او ددغې چارې په موخه په پام کې ده په راتلونکو څو میاشتو کې ددغه سفارت په ابتکار د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ لوی اقتصادي او سوداګریز کنفرانس جوړ شي. پدې کنفرانس کې به هڅه وشي څو له نږدې د دواړو هېوادونو د سوداګرو مخامخ لیدنه برابره او په افغانستان کې د لا زیاتې پانګونې لپاره زمینه برابره شي.

درنو هېوادوالو؛
په پای کې اجازه راکړی یو ځل بیا ټینګار وکړم چې په مسکو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفارت په رښتیا کې زموږ د ټولو روس میشتو افغانانو کور دی. پدې سفارت کې زه او زما همکاران ستاسو بشپړ چوپړ ته چمتو یو او هڅه کوو چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت موخو ته درسېدو لپاره د هېواد د بهرني سیاست د اصولو له مخې په ټوله روسیه کې تاسو درنو هېوادوالو ته د غوره قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو دریغ ونکړو.
بې له شکه دغو موخو ته د رسېدو په لار کې ستاسو درنو دوستانو همکاري په دغه سفارت کې له خپلو خدمتګارانو سره ارزښتمنه او اړینه ده.