د سیالیو د نندارې لپاره روسیې ته د سفر خبرتیا

15 Jun 2021
·
News

ویروس د پانډیمۍ تر خپرېدو وروسته، د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې دې هېواد ته د بهرنیو وګړو پر تګ راتګ پراخ محدودیتونه وضع کړي دي چې دغه محدودیتونه تر اوسه پورې هم تر ډېره حده په خپل حال پاتې دي. د بهرنیانو لپاره دغه وضع شوي محدودیتونه انتخابي ماهیت نه لري، بلکې پر ټولو، ان د روسیې پر نژدیو متحدانو لکه بیلاروس، قزاقستان، او نورو مستقلو او مشترک المنافع هېوادونو هم لګېدلي دي.

د همدې محدودیتونو په وجه، له بده مرغه سلګونه افغان محصلانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له بهر څخه روسیې ته راستانه شي او خپل درسونه ووايي. د وضع شویو مقرراتو مطابق، د سفر د محدودیتونو تر لغو کېدو پورې، یوازې د روسیې اتباعو او د ډیپلوماټیکو نماینده‌‌ګیو کارمندانو ته روسیې ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي. په همدې حال کې، د اروپا جام چې نن سبا د سانکت پیترزبورګ په ښار کې روان دی، د روسیې دولت د دې جام نندارچیانو ته څه نا څه سهولتونه برابر کړي دي چې یوازې د دې جام د قواعدو په چوکاټ کې د تطبیقولو دي؛ د دې قواعدو مطابق، نندارچي ملزم دی چې ټکټ او رسید له اړوندو رسمي مراجعو څخه ترلاسه کړي، په بهر کې د روسیې له رسمي نماینده‌ګیو سره (په افغانستان کې: په کابل کې د روسیې سفارت او په مزار شریف کې د دې هېواد جنرال کونسلي) په اړیکه کې د هغوی له صحت او اعتبار څخه ډاډمن شي او بیا دې سفر ته تابیا وکړي.

د روسیې د فدراسیون د جاري قوانینو له مخې، د روسیې سرحدي پولیس، د روسیې د فدرالي امنیت د ریاست په چوکاټ کې یوه اداره ده او د نورو اورګانونو تر امر لاندې نه ده. سرحدي پولیس د روسیې د قوانینو مطابق، واک لري چې د خپلو معلوماتو، امنیتي عواملو یا نورو موردونو په نتیجه کې بې له دې چې علت یې توضیح او تشریح کړي، د روسیې حریم ته د بهرني وګړي د ننوتلو مخه ونیسي.

دغه نمایندګي هر وخت هڅه کوي چې د خپل واک او امکاناتو په محدوده کې او د هېواد د اتباعو د حقونو او په کوربه هېواد کې د ملي ګټو د دفاع د اصل مطابق د خپلو هېوادوالو په خدمت کې وي او ستونزې یې رفع کړي، خو تر سفر مخکې او د سفر په بهیر کې د روسیې د قوانینو او مقرارتو دقیق مراعات، د هېوادوالو لالهاندي راکموي.