د‌ روسيې ولادیمیر پوتین، په روسيه کې د افغانستان د سفير سيد طيب جواد باورليک ومانه.

19 May 2021
·
Political

د‌ روسيې ولادیمیر پوتین، په روسيه کې د افغانستان د سفير سيد طيب جواد باورليک ومانه.

په هغو خاصو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په کريملين ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د نړۍ د مختلفو هېوادونو ۲۳ سفيرانو چې د افغانستان سفير سيد طيب جواد هم په کې و، خپل باورليکونه ترلاسه کړل.

په پيل کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وينا وکړه او په يوه برخه کې يې وويل چې روسيې له افغانستان سره ژور او دوستانه اړيکي لرلي دي. د افغانستان امنيت او پراختيا د مرکزي او جنوبي آسیا د امنيت او ثبات کيلي ده. روسیه به د شانګهای د همکاریو د سازمان له لارې د افغانستان د سولې د مذاکراتو ملاتړ وکړي.

په روسيه کې د افغانستان سفير د افغانستان د سولې د بهير د ملاتړ او له افغانستان سره د همکاريو په لاره کې د روسيې هڅې وستايلې او ويې ويل چې ژور ډيپلوماتيک اړيکي د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د سيمې لپاره گفت که روابط عمیق خاص اهميت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د د همکاريو د دوام او پراختيا غوښتنه يې وکړه.