د سفارت د فرهنګې څانګې

د سفارت د فرهنګې څانګې د چارو بنسټیزې کرښي

د فرهنګې آتشې بست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تشکیل کې دی او په مسکو کې د سفارت د مقام تر نظر لاندی کار کوي.
بنسټېزه موخه - د روسیې ولسونو او په روسیه کې میشتو بهرنیانو ته د افغانستان د خلکو د تاریخ او بډای فرهنګ ورپېژندل او د افغانستان او روسیې د فرهنګی، علمی-زدکړییزو او علمی-څیړنیزو ادارو او بنسټونو تر منځ د ښو او ګټورو همکاریو په موخه د اسانتیاوو برابرول.

د فرهنګې څانګې د چارو بنسټيزي کرښي په لاندي ډول دي:

  1. د افغانستان د ملی، دینی او عنعنوی ورځو لمانځل:
    • د افغانستان د خپلواکۍ ورځ (د زمری میاشت ۲۸)؛
    • کوچنی اختر؛
    • لوی اختر؛
    • د حضرت محمد مصطفی ص مولود شریف؛
    • د عاشورا ورځ؛
    • نوروز و غیره
    • د یادو ورځو څخه د روسیې په بیلابیلو ښارونو کې د علمی کنفرانسونو، گردیو میزونو، فرهنګی نندارتونونو او کنسرتونو په جوړولو سره لمانځنه کېږي.
  2. د علمی کنفرانسونو او ګردۍ میزونو په جوړولو سره د هیواد د ملی او فرهنګې څېرو څخه نمانځنه؛
  3. د روسیې د بیلابیلو بنسټونو او ادارو او همدارنګه په روسیه کې د نورو هیوادو د میشتو کسانو د ټولنېزو سازمانونو له خوا په جوړو شویو کنفرانسونو کې ګډون او د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په اړه وینا کول؛
  4. د افغانستان او روسیې د فرهنګی (موزیمونو، لرغونپېژندونکو، د هنرمندانو د اتحادیو، سپورټي ادارو او بنسټونو، کتابتونونو او . . .) بنسټونو او ادارو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لارو چارو لټول او سمبالول؛
  5. د افغانستان او روسیې د علمی-زدکړییزو (پوهنتونونو او د لوړو زدکړو موسسو) او علمی-څیړنیزو ( د علومو اکاډمیو او نورو څیړنیزو بنسټونو) ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لارو چارو لټول او سمبالول؛
  6. د افغانستان او روسیې د رسنیزو (د لیکوالو، ژورنالیستانو، شاعرانو اتحادیو او . . .) بنسټونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لارو چارو لټول او سمبالول؛
  7. په علمی کنفرانسونو او ګردۍ میزونو کې ګډون او د افغانستان د پرمختګ او فرهنګ په اړه ویناوي او خبري کول؛
  8. د یو او بل د فرهنګ او تاریخ څخه د خبرتیا په موخه د افغانستان او روسیې د ځوانانو تر منځ د ښو، ګټورو او پراخو اړیکو د ټینګولو د لارو چارو لټول او سمبالول؛
  9. د افغانستان زدکړیالانو ته د پوهنتونونو د لا زیاتي پاملرني د راجلبولو او د زدکړیالانو ستونځو او غوښتنو ته د ښې رسېدنې په موخه او افغان ځوانانو ته د زدکړي د لا زیاتو چانسونو د برابرولو په هیله، د پوهنتونونو سره د ښو او ګټورو اړیکو ټینګول؛
  10. د افغانستان او روسیې د فرهنګي، علمی-زدکړییزو او علمی-څیړنیزو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د تفاهمی سندونو د لاسلیک کولو لپاره هلي ځلي؛
  11. په کنفرانسونو، نندارتونونو، ورکشاپونو، سیمینارونو، فیستیوالونو او سپورټي سیالیو کې د ګډون او د تجربو د شریک کولو په موخه د افغانستان او روسیې د پوهانو، فرهنګیانو، سپورټي لوبغاړو او د رسنیو د استازو د سفرونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره هلي ځلي؛
  12. د روسیې د خلکو او په روسیه کې د میشتو بهرنیانو د معلوماتو په موخه د سفارت د امکاناتو څخه په کار آخستنې سره د افغانستان د فرهنګی معلوماتو خپرول؛
  13. د روسیې په ځینو پوهنتونونو کې د افغانستان د فرهنګ او پرمختګ د خونو د جوړولو په موخه هلي ځلي؛
  14. د روسیې په ځینو ښارونو کې د افغانستان د فرهنګی مرکزونو د جوړولو په موخه هلي ځلي؛
  15. د هیواد څخه د لیرې پرتو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د دوي په ځوانانو کې د افغانی فرهنګ د ساتني، پیاوړي کولو او پراخولو په موخه، په روسیه کې د میشتو افغانانو د ټولنیزو سازمانونو پېزندل او د فرهنګی اغیزناکو کړنو د پرمخ بیوللو لپاره دهغو سره او د هغو ترمنځ د همغږۍ تأمینول؛
  16. بهرنیانو ته د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او تمدن د معرفی کولو په موخه د افغانانونو د ټولنیزو سازمانونو او خپلواکو شخصیتونو تر منځ د یووالي او پیوستون د پیاوړتیا او د دوی د امکاناتو د همغږۍ کولو لپاره هلي ځلي؛
  17. د دواړو هیوادونو تر منځ د علمی او معلوماتی موادو او منابعو د شریک کولو لپاره هلي ځلي؛
  18. د روسیې په بیلابیلو پوهنتونونو کې د افغان زدکړیالانو سره د اړیکو تینګول او د هغو ستونځو او غوښتنو ته رسېدنه؛
  19. د زدکړیالانو د غوښتنو او ستونځو آورېدنه او په افغانستان کې اړوندو ادارو ته د لېږلو په موخه د دوي د زدکړییزو رپوټونو ټولول؛
  20. د افغانستان د ځوانانو لپاره د زده کړې د لازیاتو چانسونو (بورسونو) د ترلاسه کولو په موخه هلي ځلي.