د ګرځندوی ویزه

د ګرځندوی ویزې بهرنیو اتباعو ته ورکول کیږي چې د افغانستان لیدو یا د کورنۍ او ملګرو د لیدو او کتو اراده لري. د ګرځندوی ویزو لرونکي بهرنیان په افغانستان کې د استوګنې پرمهال په سوداګرۍ یا کار نشی بوخت کېدلای. که کوم بهرنی څوک په افغانستان کې د سوداګرۍ او یا کار کولو اراده ولري، باید د کاري ویزې یا سوداګرېزې ویزې غوښتنه وکړي. د ګرځندوی ویزه یوازې د دریو میاشتو او یو ځل ورود لپاره صادریږي. د سیاحتي ویزو لرونکو پاتې کیدل 60 ورځې دي. د ګرځندوی ویزې غوښتونکو لپاره لاندې شرایط پلي کېږي:

  • د آنلاین سیسټم په کارولو سره د قونسلی څانګې سره د لیدنې د وخت تنظیمول؛
  • د داسی پاسپورټ لرل چې د اعتبار لږ تر لږه 6 میاشتنۍ موده ولري؛
  • د ویزې فورمه باید ډکه او بشپړه شي؛
  • د یو تازه او معیاری انځور (عکس) لرل؛
  • په افغانستان کې د ثبت شوی شرکت یا کوم شخص د بلنلیک یا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د تایید لیک لرل؛
  • په روسیه کې د اوسیدو د ځای ثبوت او عدم مسئولیت سند؛
  • د داسی سند لرل چې په هغه کې په افغانستان کې د هغو کسانو نومونه او ادرسونه وی چې د وېزې غوښتونکی ورسره پېژني؛
  • افغانستان ته د سفر په جریان کې د امکاناتو او ستونزو په اړه د پوهې او معلوماتو د لرلو سند؛
  • یادونه: ګرځندویېزې، رسانه یېزې او سوداګرېزې ویزې نه تمدید کیدونکي او نه بدلیدونکي دي. د ویزې لپاره ورکړل شوی فیس بیرته نه ورکول کیږي.